Paktika Chamber of Commerce and Investment

Paktika Chamber of Commerce and Investment The Private Sector’s Real Voice

د پکتیکا سوداګرۍ او پانګونې خونې د تسلیت پیغام!!!په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتو...
01/09/2025

د پکتیکا سوداګرۍ او پانګونې خونې د تسلیت پیغام!!!

په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د تېرې شپې زلزلې له امله له بده مرغه ګڼ شمېر هېوادوال خپل ژوند له لاسه ورکړی، ټپیان شوي او مالي زیانونه یې لیدلي دي.

د پکتیکا سوداګرۍ او پانګونې خونه د دې ناوریني پېښې له امله د قربانیانو کورنیو، ټپیانو او د ټول افغان ملت سره خپله خواخوږي او ژوره همدردي څرګندوي. له لوی الله تعالی څخه د ټولو شهیدانو لپاره د جنت الفردوس لوړ مقام، د ټپیانو لپاره عاجله شفا او د پاتې کورنیو لپاره د صبر جمیل غوښتنه کوو.

دا پېښه د افغان ملت لپاره یوه ستره غمیزه ده. موږ له ټولو ملي تجارانو، خیریه بنسټونو او اړوندو ادارو غوښتنه کوو چې د زلزله‌ ځپلو خلکو سره بېړنۍ مرستې او ملاتړ ترسره کړي.

انا لله و انا الیه راجعون

د پکتیکا سوداګرۍ او پانګونې خونه
رسنېزه څانګه

د ملي تجار ښاغلي ضياءالحق وزیرزي په لارښوونه، ډېر ژر د وزیرزي خیریه بنسټ، د پکتیکا سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستا...
01/09/2025

د ملي تجار ښاغلي ضياءالحق وزیرزي په لارښوونه، ډېر ژر د وزیرزي خیریه بنسټ، د پکتیکا سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان علي خېلو شورا په همغږۍ یو مرستندوی پلاوی کنړ ولایت ته استول کېږي.

یاد پلاوی به د مالي مرستو د تنظیم او وېش لپاره د میکانیزم جوړولو هراړخیز پلان ترتیب کړي او په لنډ وخت کې به د زلزله‌ ځپلو سیمو لیدنه وکړي. همدارنګه د اړینو مرستندویو توکو رسونه او وېش به د ښاغلي وزیرزي په مالي ملاتړ ترسره شي.

هیله ده چې په دې سختو او دردناکو شېبو کې ټول ملي تجاران د هېوادوالو د ملاتړ او لاسنیوي لپاره یو ځای شي او د زلزله‌ ځپلو کورنیو ترڅنګ ودریږي.

د پکتیکا سوداګرۍ او پانګونې خونه
رسنیزه څانګه

د پکتيکا ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مبارکۍ او ملاتړ پیغام!!!د پکتيکا ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونه، د افغانستان...
30/08/2025

د پکتيکا ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مبارکۍ او ملاتړ پیغام!!!

د پکتيکا ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره هيئت د نویو غړو په ځانګړي ډول د ښاغلي میرویس کټوازی د ټاکل کېدو له امله، له زړه مبارکي وړاندې کوي.

ښاغلی میرویس کټوازی يو ملي‌پال، مسلکي او د احساساتو څخه ډک تکړه سوداګر دی، چې تل یې د خصوصي سکتور د پياوړتیا، د هېواد د پانګونې پراختیا او اقتصادي ودې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي.

موږ باور لرو چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مديره هيئت کې د نوموړي حضور به د هېواد په کچه پانګونې ته نوي فرصتونه رامنځته کړي، د تجارانو ستونزې به پر وخت او په اغېزمن ډول حل شي، او زرګونه د کار زمینه به برابر کړي. دا هر څه به د هېواد د اقتصادي ثبات، پرمختګ او ښېرازۍ لامل شي.

د پکتيکا د سوداګرۍ او پانګونې خونه د ښاغلي میرویس کټوازي په ټولو ملي نوښتونو او برنامو کې د اوږې ورکولو ډاډ ورکوي او ژمنه کوي چې د هېواد د آبادۍ، پانګونې پراختیا او اقتصادي ودې په لار کې به ورسره اوږه پر اوږه ولاړه وي.

په پای کې، يو ځل بیا دروند کټوازی صیب ته د زړه له کومې د برياليتوب مبارکي وایو، د لا نورو برياوو هيله ترې لرو، او ډاډ ورکوو چې د افغانستان د ښيرازۍ په لار کې به ورسره تل ملګري او همکار پاتې شو.

په درناوي،
ضیاءالحق وزیرزی
د پکتيکا ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره هيئت رییس

د پکتيکا ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مبارکۍ او ملاتړ پیغام!!!د پکتيکا ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغانستان ...
04/08/2025

د پکتيکا ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مبارکۍ او ملاتړ پیغام!!!

د پکتيکا ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره هيئت د عمومي رئيس په توګه د ښاغلي الحاج سيد محمد کريم هاشمي ټاکنه له زړه مبارکوي. ښاغلی هاشمي يو ملي‌پال، مسلکي، او د احساسه ډک سوداګر دی، چې تل يې د خصوصي سکتور د پياوړتيا او هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې کړې دي.

موږ باور لرو چې د نوموړي په مشرۍ به د هېواد په کچه پانګونې ته پراخ فرصتونه برابر شي، د تجارانو ستونزو ته به پروقت حل لاری پیدا شي چې ورسره به زرګونه کاري فرصتونه رامنځته شي، چې دا هر څه د افغانستان د اقتصادي ثبات او ښېرازۍ لامل ګرځي.

د پکتيکا د سوداګرۍ او پانګونې خونه د ښاغلي هاشمي په ټولو ملي برنامو ،ملي نوښتونو کې اوږه ورکوې او پوره ملاتړ کوي، او ژمنه کوي چې د هېواد د آبادۍ، پانګونې پراختيا، او اقتصادي ودې په لاره کې به ورسره اوږه پر اوږه ولاړه وي.

په پای کې، يو ځل بيا دروند هاشمي صيب ته د زړه له کومې د برياليتوب مبارکي وايو، د لا نورو لاسته راوړنو هيله ترې لرو، او ډاډ ورکوو چې د افغانستان د ښيرازۍ په لاره کې به ورسره همغږې او ملګري يو.

په درناوي،
ضیاءالحق وزیرزی
د پکتيکا ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره هيئت رییس

د ولسي او حماسي شاعر مطیع‌الله تراب د مړینې له امله د خواشینۍ پیغام!!!په ژوره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد تک...
15/07/2025

د ولسي او حماسي شاعر مطیع‌الله تراب د مړینې له امله د خواشینۍ پیغام!!!

په ژوره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد تکړه، حماسي او ولسي شاعر، لیکوال، ژبپوه او ملي مفکر مطیع‌الله تراب د زړه د حملې له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

مرحوم تراب نه یوازې د ادب یو غښتلی ستوری و، بلکې د ولس د وجدان ژبه، د ملي هویت مدافع، او د فرهنګي ارزښتونو یو ریښتینی مبارز و. د هغه اشعارو د پښتو ژبې زړورتیا، غرور، او د ملت دردونه تر نړۍ ورسول. هغه به تل زموږ د ادبي حافظې، فرهنګي هویت، او تاریخي افتخاراتو برخه پاتې وي.

د پکتیکا سوداګرۍ او پانګونې خونه، چې د فرهنګي ارزښتونو ترڅنګ د ولس د اقتصادي پرمختګ لپاره کار کوي، د نوموړي مړینه د هېواد لپاره یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ګڼي. دا اداره د ارواښاد درنې کورنۍ، فرهنګي قشر، د ادب مینه‌والو او د ټول افغان ولس سره خپله ژوره خواخوږي شریکوي.

لوی رب دې مطیع‌الله تراب ته جنتونه ورنصیب کړي، او د هغه کورنۍ ته دې د زغم، صبر او تسل توفیق ورکړي.

انا لله و انا الیه راجعون

په درنښت،
د پکتیکا سوداګرۍ او پانګونې خونه

19/02/2025
د هیواد اقتصادی پرمختګ پر لور عالې ګام !!!لاندې لینک کې د ويدیو لیدل حتمې ده چې هیرمو نشې.
22/03/2024

د هیواد اقتصادی پرمختګ پر لور عالې ګام !!!
لاندې لینک کې د ويدیو لیدل حتمې ده چې هیرمو نشې.

د هیواد اقتصادی پرمختګ پر لور عالې ګام !!!لاندې لینک کې د ويدیو لیدل حتمې ده چې هیرمو نشې.
22/03/2024

د هیواد اقتصادی پرمختګ پر لور عالې ګام !!!
لاندې لینک کې د ويدیو لیدل حتمې ده چې هیرمو نشې.

Address

Sharan

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Paktika Chamber of Commerce and Investment posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share