02/08/2026
د اقتصاد پوهنځی د دري تنه استادانو علمي مقاله په ارغند نړیوال ژورنال کي نشر سوه.
د پوهنیار امان الله حقیار، پوهنیار شفیق الله صمیم، او نوماندپوهنیار محمد اسحاق سعادت ګډه علمي مقاله د ارغند نړیوال علمي ژورنال (Arghand Journal of Social Sciences) په دویم ټوک، لومړۍ ګڼه (۲۰۲۶) کې په بریالیتوب سره خپره شوې ده. د مقالې سرلیک "The Impact of Investment and Population Growth on Unemployment in Afghanistan (2002–2024)" دی. دغه څېړنه په افغانستان کې د ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د پانګونې او نفوس د ودې اغېزې پر بېکارۍ علمي ارزونه کوي.
د دې مقالې خپرېدل د لیکوالانو د علمي هڅو، څېړنیز فعالیت او اکاډمیک پرمختګ څرګندونه کوي او د هېواد د اقتصاد په برخه کې د علمي څېړنو د پیاوړتیا لپاره ارزښتناک ګام بلل کېږي. هیله ده چې دا ډول علمي لاسته راوړنې د نورو څېړنو او نوښتونو لپاره هم الهامبښونکې وي.
د اقتصاد پوهنځی اداره دري واړه لیکوالانو ته د دې علمي بریا مبارکي وایي او ورته د لا ډېرو څېړنیزو او اکاډمیکو بریاوو هیله
لري.
درنښت
د اقتصاد پوهنځی د نشراتو کمېټه