10/11/2026
په هرات ولایت کې د وطني محصولاتو او تولیداتو په ملي او نړیوال نندارتون کې د افغانستان اسلامي بانک ګډون
د افغانستان اسلامي بانک د هرات ولایت د وطني محصولاتو او تولیداتو په ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ.
دغه نندارتون نن، د لړم میاشتې په ۱۹مه نېټه، پرانیستل شو چې د څلورو ورځو لپاره به دوام وکړي.
د افغانستان اسلامي بانک په دې نندارتون کې د خپلو بانکي خدمتونو او اسلامي مالي محصولاتو د معرفي کولو او د هېوادوالو د عامه پوهاوي په موخه ګډون کړی دی.