Afghanistan Business Council China

Afghanistan Business Council China Facilitating a platform for regional, and international investors. Bringing into power a forum to di

Afghanistan Business Council GZ China is leading Afghan-Chinese business affairs. AFG-BCC intends to promote bilateral trade, investment and economic cooperation between Afghanistan and China.

درنو وطنوالو, ستر عید مو مبارک او بختور شه!
27/05/2026

درنو وطنوالو, ستر عید مو مبارک او بختور شه!

د واخان دهلیز، د نویو هیلو مسیرد واخان دهلیز چې د پیړیو په اوږدو کې، د وریښمو لرغونې لارې یوه برخه وه، په اوسنیو شرایطو ...
21/05/2026

د واخان دهلیز، د نویو هیلو مسیر

د واخان دهلیز چې د پیړیو په اوږدو کې، د وریښمو لرغونې لارې یوه برخه وه، په اوسنیو شرایطو کې یې ځانګړی او استثنایې اهمیت پیدا کړی.
دغه دهلیز که څه هم د افغانستان او چین تر منځ د سوداګریزو مبادلاتو لپاره تر ټولو لنډه لاره ګڼل کېږي، خو دا چې په څو لسیزو کې ولې دواړه هېوادونه له دې لارې سره ندي وصل شوي، اصلي لامل یې دجګړو او سترو سیالیو څخه سرچینه اخلي.
له اقتصادي پلوه د نړۍ دویم ستر اقتصادی قدرت- چین سره د واخان له مسیره مستقیم نښلیدل به د افغانستان اقتصادي ودۍ او سیمه ایز اتصال لپاره نوې هیلې او بدلون له ځان سره راوړي او ګټه به یې افغان ولس ته ورسیږي.
د آسیا د څلور لارې په توګه، افغانستان ضرور باید خپل جغرافیایې بې بدیله موقعیت عمل کې ثابت کړي او په عین وخت کې له هرې ممکنې لارې، د سیمه ایزو لوبو له شره څخه ځان وساتي.
د نړۍ تجربو دا ثابته کړې چې د یو جګړه ځپلي هېواد لپاره، اقتصاد محوره تګلاره او د سیمه ایزو همکاریو وده، له هغو مهمو او بنیادي مسایلو څخه دي چې د هېواد پرمختګ کې ستر رول لوبولاې شي، خو که چیرې پردي یو ځل بیا د هر ډول نفاق را منځته کولو کې بریالي شول، نو هر څه به د یو ارمان په توګه پاتې وي.

Wakhan Corridor, the New Hope Route
The Wakhan Corridor, which for centuries served as part of the ancient Silk Road, has gained particular and exceptional importance under current conditions.
Although this corridor is considered the shortest route for commercial exchanges between Afghanistan and China, the reason why the two countries have not been connected via this path for decades stems primarily from wars and major rivalries.
From an economic perspective, direct linkage with China—the world's second-largest economic power—via the Wakhan route would bring new hopes and transformations for Afghanistan's economic growth and regional connectivity, with the benefits reaching the Afghan people.
As the crossroads of Asia, Afghanistan must absolutely prove its irreplaceable geographic position in practice and, at the same time, protect itself from the evil of regional games through every possible means.
The experiences of the world have proven that for a war-torn country, an economy-centered approach and the development of regional cooperation are among those crucial and fundamental issues that can play a major role in the country's progress; however, if foreigners once again succeed in fomenting any kind of discord, then everything will remain merely a dream.

Ambassador Najeebullah Alikhel

17/05/2026

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي" په واخان کې د خام سړک چارو بشپړېدو سره چین او افغانستان وصل شول.”
د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزیر عبداللطیف منصور د چین له سفیر سره د لیدو پر مهال په واخان کې د افغانستان له لوري د یوه مهم نښلونکي سړک د بشپړېدو ویلي خبر ورکړی.

د دغه وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، ښاغلي منصور دې لیدنه کې وویل "له نېکه مرغه د واخان سړک خامه چارې بشپړې شوې،دواړه هېوادونه سره وصل شوې او پاتې چارې یې هم روانې دي."

په خبرپاڼه کې په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړشوی. په همدې خبرپاڼه کې راغلي چې د چین سفیر د واخان له لارې چین سره د سړک د خامه چارو پر بشپړېدو خوښي وښودله او د چین له لوري یې په افغانستان کې د روانو پروژو په اړه افغان لوري ته معلومات ورکړل.

دا لا معلومه نه ده چې د دغې سړک له لارې به عملا د موټرو تګ راتګ کله پیلېږي خو افغانستان چې له چین سره پراخه سوداګري لري د دغې سړک پر اهمیت تل بحث کېږي.
له جغرافیوي اړخه چین د افغانستان یوازینی ګاونډي هېواد و چې ترمنځ سړک نه و تېر شوی.

06/05/2026
02/05/2026
30/04/2026

دوی په چینایي غږېدل او زه په پښتو، که ګورم چې اوږد مجلس مو وکړ او په خبرو مو سر خلاصېده. د انسانیت ژبه ګډه او خوږه ده، همداسې نه ده؟

Address

Kabul
0093

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghanistan Business Council China posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share