د اسعارو بیه شېبه په شېبه

د اسعارو بیه شېبه په شېبه په دې پاڼه کي به تاسوته د اسعارو د بیو په هکله معلومات در کول کیږي زموږ سره اوسئ مننه

د نورستان له سېلاب ځپلي ولس سره د خواخوږۍ پیغام...!په ډیري خواشینۍ سره مو د نورستان ولایت د ویجاړوونکو سېلابونو خبر واور...
21/07/2026

د نورستان له سېلاب ځپلي ولس سره د خواخوږۍ پیغام...!

په ډیري خواشینۍ سره مو د نورستان ولایت د ویجاړوونکو سېلابونو خبر واورېد. د دې ستري غمیزي له امله د شهیدانو کورنیو، ټپیانو او ټولو سېلاب ځپلو وروڼو او خویندو سره خپله ژوره خواخوږي او غمرازي څرګندوو.

الله تعالی دې شهیدانو ته جنت الفردوس، ټپیانو ته عاجله شفا، ورک شویو ته د خیر درک او پاتي کورنیو ته جمیل صبر او اجر ورپه برخه کړي

موږ له ټولو مسؤولو ادارو او خیریه بنسټونو څخه غوښتنه کوو چي د زیانمنو شویو کورنیو د ژغورني او مرستي لپاره هر اړخیز او بېړني اقدامات وکړي.

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

نن ورځ د کابل په بازارو کي د اسعارو بیهورځ: چهار شبنهنېټه ۱۴۰۵/۴/۲۴               اسعار                              ران...
15/07/2026

نن ورځ د کابل په بازارو کي د اسعارو بیه
ورځ: چهار شبنه
نېټه ۱۴۰۵/۴/۲۴

اسعار رانیول خرڅول
يو امریکایي 🇺🇸 ډالر په افغانیو 66.10 66.15
یو اسټرالیایي 🇦🇺 ډالر په افغانیو 46.16 46.20
یو کاناډایي 🇨🇦 ډالر په افغانیو 47.05 47.08
یو فرانګ سویس🇨🇭 په افغانیو 81.66 81.72
یوه یورو 🇪🇺 په افغانیو 74.70 75.00
یو برتانوی پونډ 🇬🇧 په افغانیو 66.40 66.60
یو امارتي درهم 🇦🇪 په افغانیو 18.00 18.01
یو سعودي ریال🇸🇦 په افغانیو 17.57 17.58
یوه لېره 🇹🇷 په افغانیو 1.40 1.41
زر ایراني تومنه🇮🇷 په افغانیو 0.35 0.36
زر هندۍ روپۍ 🇮🇳 په افغانیو 741.00 751.00
زر پاکستانۍ روپۍ 🇵🇰 په افغانیو 229.00 230.00

نوټ:نرخ هره شېبه تغیر کوي
د نورو معلوماتو لپاره همدا پاڼه لایک کړئ

"زما د یوې کوچنۍ ارزونې او تحلیل له مخې، که د کندهار ښار په هر ۳۰۰ متره مربع ساحه کې د باراني اوبو د جذب لپاره د یوې منظ...
15/07/2026

"زما د یوې کوچنۍ ارزونې او تحلیل له مخې، که د کندهار ښار په هر ۳۰۰ متره مربع ساحه کې د باراني اوبو د جذب لپاره د یوې منظمې طرحې له مخې ریچارچ ویل (Recharge Well) یا جاذبې څاه‌ګانې جوړې شي، نو اټکل کېږي چې د کال په اوږدو کې شاوخوا ۶.۲ میلیونه متر مکعبه اوبه د ځمکې لاندې زیرمو ته بېرته وراصافه کیږی.
دا کار به یوازې د ځمکې لاندې اوبو د کچې په لوړولو کې مرسته نه کوي، بلکې د ښار ترځمکه لاندی د اوبو د راتلونکې لپاره به یوه مهمه پانګونه وي. اوهدارنګه ترڅنګ به یې د سلګونو بې‌روزګاره ځوانانو لپاره د کار زمینه هم برابره کړي، ځکه د دې سترې طرحې د پلی کولو کی به ونډه واخلی
که د کندهار ښار نفوس ۲ میلیونه کسان فرض کړو او هر کس په ورځ کې ۴۰ لیتره اوبه مصرف کړي، نو:
۲،۰۰۰،۰۰۰ کسان × ۴۰ لیتره = ۸۰،۰۰۰،۰۰۰ لیتره په ورځ کې
یعنې: ۸۰،۰۰۰ متر مکعبه اوبه په ورځ کې
په کال کې: ۸۰،۰۰۰ × ۳۶۵ = ۲۹،۲۰۰،۰۰۰ متر مکعبه اوبه
یعنې د کندهار ښار د خلکو د ورځني مصرف لپاره شاوخوا ۲۹.۲ میلیونه متر مکعبه اوبه په کال کې اړتیا ده.
نو که د باراني اوبو د جذب سیستم له لارې ۶.۲ میلیونه متر مکعبه اوبه بېرته ځمکې ته ورسول شي، دا به د ښار د اوبو د اړتیا یوه مهمه برخه پوره کولو او د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو په مخنیوي کې د به پام وړ مرسته وکړي.
دکندهارښار د اوبو له یوی ستری ستونزې سره مخ دی، خو د علمي پلان، نوښت او ګډ کار له لارې د اوبو د ساتنې لپاره لوی فرصتونه لري. چی باید لاس پر کار سی "
Azmatullah Rahat

تازههمدا اوس د کابل په بازارو کي یو ډالر په 66.00 افغانۍ تبادله کیږي۱۴۰۵/۴/۱۴ یکشنبهپه خپلو معاملاتو کي احتیاط کوئ
05/07/2026

تازه
همدا اوس د کابل په بازارو کي یو ډالر په 66.00 افغانۍ تبادله کیږي

۱۴۰۵/۴/۱۴ یکشنبه
په خپلو معاملاتو کي احتیاط کوئ

د افغانستان ستري محکمې اعلان وکړی ،سبا پنجشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده مبارک موسه
18/03/2026

د افغانستان ستري محکمې اعلان وکړی ،سبا پنجشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده
مبارک موسه

تازهپه سعودي عربستان کي د کوچني اختر (عید الفطر) میاشت ونه لیدل سو، نو له همدې امله به کوچنی اختر د جمعې په ورځ، د ۲۰۲۶ ...
18/03/2026

تازه

په سعودي عربستان کي د کوچني اختر (عید الفطر) میاشت ونه لیدل سو، نو له همدې امله به کوچنی اختر د جمعې په ورځ، د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۲۰ نېټه ولمانځل سي.
د افغانستان ستره محکمه د اختر او نه اختر په اړه وروسته اعلان کوي.

د افغانستان د ستري محکمې ناسته دوام لري، څو د کوچني اختر د میاشتي د لیدو په اړه وروستی اعلان وکړي.
18/03/2026

د افغانستان د ستري محکمې ناسته دوام لري، څو د کوچني اختر د میاشتي د لیدو په اړه وروستی اعلان وکړي.

نن ورځ د کابل په بازارو کي د اسعارو بیه ورځ: چهارشنبهنېته: ۱۴۰۴/۱۲/۲۰نوټ: نرخ هره شېبه تغیر کويد نورو معلوماتو لپاره همد...
11/03/2026

نن ورځ د کابل په بازارو کي د اسعارو بیه
ورځ: چهارشنبه
نېته: ۱۴۰۴/۱۲/۲۰
نوټ: نرخ هره شېبه تغیر کوي
د نورو معلوماتو لپاره همدا پاڼه لایک کړئ مننه

د هوا د حالتو له پاڼي څخه په منني...!نن سه شنبه د حوت ۱۹مه به هم په ځینو ولایتونو کې د تېر اټکل په حساب ورښتونه دوام پید...
10/03/2026

د هوا د حالتو له پاڼي څخه په منني...!
نن سه شنبه د حوت ۱۹مه به هم په ځینو ولایتونو کې د تېر اټکل په حساب ورښتونه دوام پیداکړي، بیا نو د څو ورځو لپاره وقفه ده خو وروسته څو پرلپسې د ورښت څپې راځي چې ټول افغانستان به پکې بارانونه ولري. په یاد ولرئ چې په اکثرو ولایتونو کې به د اختر ورځې د اورښتونو او بارانونو سره ولمانځل شي. راتلونکې اوونۍ له نیمايي څخه به تیزې بارانې څپې راورسېږي. دا به د پسرلي او نوروز بارانونه وي چې په ډېرو سیمو کې د سېلابونو سبب هم کېدلای شي.

ګرانو هیوادوالو! موږ تل هڅه کړې چې تاسو د اټکل او ټیکنالوژۍ د اسبابو پر اساس مخکې خبر کړو، ځکه ځینې هیوادوال زموږ اټکلونه عادي وګڼي او همدا علت وي چې متاسفانه د ورښت پرمهال زیانونه ډېر واوړي، موږ د همدې زیانونو د مخنیوي په موخه تاسو مخکې خبروو، دا زموږ بنده ګي هڅه ده.

نو راتلونکې څپه یا څپې به ټولو ولایتونو کې وي، بارانونه يې تېز دي، د سېلابونو راوتلو ګراف يې لوړ دی، د باران سره به تالنده او پېلبو ( تندر او برېښنا ) هم وي چې په ځینو ولایتونو کې د ږلیو اورېدو ته هم زمینه برابرېږي. دا هغه څه دي چې موږ يې تقریبا پنځه تر شپږ ورځو مخکې تاسې خبروو.

که مهرباني وکړئ دا معلومات خپاره کړئ نو تاسې به هم په دې خیر کې شریک شئ. ترڅو هیوادوال دداسې باراني څپو لپاره چمتوالی ولري.

والله اعلم

هیله ده لومړی عکس ته داخل سئ وروسته مکمل اسعار وګورئنن ورځ د کابل په بازارو کي د اسعارو بیه ورځ: سه شنبهنېته: ۱۴۰۴/۱۲/۱۹...
10/03/2026

هیله ده لومړی عکس ته داخل سئ وروسته مکمل اسعار وګورئ
نن ورځ د کابل په بازارو کي د اسعارو بیه
ورځ: سه شنبه
نېته: ۱۴۰۴/۱۲/۱۹
نوټ: نرخ هره شېبه تغیر کوي
د نورو معلوماتو لپاره همدا پاڼه لایک کړئ مننه

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د اسعارو بیه شېبه په شېبه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share