Afghanistan Journalist Financial Support Fund

Afghanistan Journalist Financial Support Fund Sayed Rahimullah Hashemi Admin & Finance ManagerMobile # +93 744 20 43 44E-Mail Add: [email protected] / [email protected]

د هسک څښتن تعالی په نامه د افغان ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق رییس او مدیره پلاوی د نیکمرغه لوی اختر د را رسیدو له ام...
09/07/2022

د هسک څښتن تعالی په نامه
د افغان ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق رییس او مدیره پلاوی د نیکمرغه لوی اختر د را رسیدو له امله د هېواد ټولو ژورنالیستانو او رسنیزو فعالانو ته د نبکمرغه لوی اختر را د رسیدلو مبارکي وایي او د لوی خدای په دربار کې لاس لپه کوي تر څو ټول هېواد وال او په تېره بیا ژورنالیستان او خبریالان، دا او راتلونکي اخترونه په ګران هېواد کې د یوې بشپړې او سرتاسري سولې او امن په فضا کې له هر ډول ستونزو او ناخوالو لیري ولمانځي.
د افغان ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق رییس او مدیره پلاوی د نیکمرغه لوی اختر پدې مبارکو شپو ورځو کې، یو ځل بیا ژمنه کوي چې له ګڼو ستونزو او نا خوالو سره سره به بیا هم د تل په څېر د خپلو هم مسلکانو په خدمت کې وي او تر خپل توان پورې به د هغوی د ستونزو او نا خوالو د حل په اړه هڅه کوي.
په درنښت
محمد آصف وردګ
د افغان ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق رییس او بنسټګر

د هسک ځښتن تعالی (ج) په نامهد پسرلي ښکلي موسم او نوي لمربز کال د پیل په مناسبت د افغان ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق پ...
21/03/2022

د هسک ځښتن تعالی (ج) په نامه

د پسرلي ښکلي موسم او نوي لمربز کال د پیل په مناسبت د افغان ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق پیغام
دادی یو ځل بیا د پسرلي ښکلی موسم او نوی لمریز کال زمونږ پر ولس او هېواد والو را غبرګ شو او د ژمي تریخنۍ وروسته یې د طبیعت د ښکلا او ښایست نندارې ته را بللي یو.
نن د نوي ۱۴۰۱ لمریز کال لومړۍ ورځ ده او لکه چې ګورو زمونږ په جګړه ځبلي هېواد کې د ژمي یخني او واورین موسم په پای ته رسیدو سره د ښکلي پسرلي وږمې هر لوري ته خوري دي او یو ځل بیا هېواد وال د کار او زیار لوري ته را بولي.
د افغان ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق د مشر تابه پلاوی او ټول غړي په داسې حال کې چې په جګړه ځپلي هېواد کې د یوې تل پاتې سولې، سوکالۍ او نیکمرغۍ لپاره لاس په دعا دي، د هېواد په ګوټ ګوټ کې پرتو هېواد والو، ژورنالیستانو، خبریالانو او رسنیزو فعالانو ته د نوي پسرلي او نوي لمریز کال پیل د تل پاتې سولې او سوکالۍ په هیله بختور غواړي.
د صندوق مشرتابه او مدیره پلاوی همدا رنګه د لوی خدای له دربار نه غواړي ترڅو نوی پیل شوی ۱۴۰۱ لمریز کال، په ګران هېواد کې د سولې او سوکالۍ کال وګرځوي تر څو هېواد وال او په تېره بیا خبریالان او رسنیز فعالان په آرامه او سوله ییزه فضا کې له هر ډول انېښنو او تشویش نه پرته خپلو دندو او مکلفیتونو ته متوجه شي.
په درنښت
محمد آصف وردګ
د افغان ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق مشر
د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري لومړۍ نېټه

د افغانستان د ژورنالیستانو مالي ملاتړ صندوق:نیټه: ۲۹-١١-١٤٠٠د افغان ژور نالیستانو د مالي ملا تړ صندوق یوه پلاوي په جلال ...
20/02/2022

د افغانستان د ژورنالیستانو مالي ملاتړ صندوق:
نیټه: ۲۹-١١-١٤٠٠
د افغان ژور نالیستانو د مالي ملا تړ صندوق یوه پلاوي په جلال آباد کې د خدای بښلي صدیق الله ممله وال کور نه په ورتګ سره، د نوموړي له زامنو او پاتې کورنۍ سره غمرازي وکړه او د صندوق د ادارې هغه نغدي مرسته یې ورته وسپارله چې د خدای بښلي ممله وال پاتې کورنۍ ته یې په پام کې نیولې وه.
د صندوق له پلاوي سره په کتنه کې د مرحوم ممله وال زامنو او خپلوانو د صندوق له پلاوي د زړه له کومي مننه وکړه او د صندوق له خوا یې د خدای بښلي میمله وال سره له غمرازۍ او نقدي مرستې د زړه له کومي مننه وکړه او د کور وداني په ویلو سره یې یاده مرسته د صندوق له ورغلي پلاوي څخه و منله.
د مرحوم میمله وال مشر زوی عارف الله ساحل میمله وال د نورې کورنۍ په استازیتوب د صندوق له ورغلي پلاوي مننه وکړه او هغوی ته یې کور ودانی ووایه.همدا رنګه د مرحوم میمله وال ورور او د ترور زوی چې له بېلابېلو سیمه ییزو رسنیو سره یې دندې درلودې د افغان ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق له ادارې او مشر تابه پلاوي څخه مننه وکړه.
د صندوق د مدیره پلاوي غړیو په داسې حال کې چې د مرحوم میمله وال مړینه یې د ننګرهار او ټول ختیځ زون د ژورنالیزم او رسنیو لپاره یوه ضایعه و ګڼله، د نوموړي د لارې پر دوامداره پاتې کېدو یې ټینګار وکړ.
مرحوم عاشق الله میمله وال په ننګرهار او ټول ختیځ زون کې د ژورنالیستانو شورا په نامه د یوه بنسټ مسوول و چې په یاد ولایت کې یې د ځوانو ژورنالیستانو په روزنه کې او هلته د رسنیو او بیان د آزادۍ په ټینګښت او استحکحام کې خورا بارز او مهم رول درلود او د په ............. نېټه د ور پېښې ناروغۍ له امله له دنیا سترګې پټې کړې.

د افغان ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق د مدیره پلاوي څو تنه غړي د افغانستان د یوه سابقه دار ژورنالیست، لیکوال او د هېوا...
16/02/2022

د افغان ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق د مدیره پلاوي څو تنه غړي د افغانستان د یوه سابقه دار ژورنالیست، لیکوال او د هېواد دولتي ورځپاڼې پخواني مسؤول مدیر خدای بښلي شاه ولي قرار کور ته ولاړل او د نوموړي کورنۍ ته یې د تسلیت تر څنګ، د صندوق هغه مرسته چې په پام کې نیول شوې وه، د مرحوم کونډې او زوی ته وسپارله.
په دغه ناسته کې د مرحوم شاه ولي قرار زوی ایمل قرار شیینواري او د هغه مور د ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق له ادارې او ورغلي پلاوي مننه وکړه چې دوی یې یاد یې کړل او له دوی سره یې د شوې مرستې په خاطر د زړه له کږمی مننه وکړه.
د یادونې وړ ده چې مرحوم شاه ولي قرار د هېواد یو پخوانی او سابقه دار لیکوال او ژورنالیست وو چې په وروستیو کې د هېواد دولتي ورځپاڼې مسؤول مدیر او د لیکوال پلاوي غړی و او د ورپېښې ناروغۍ له امله یې د روان میلادي کال د جنورۍ په ۳۰ مه، له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

آقای شرق خفته در غرب سلام!امید است در سرزمین رویایی تان (غرب )شب های آرامی را به سحر برید!ګرچند دوستان و خبرنګارانیکه نو...
24/01/2022

آقای شرق خفته در غرب سلام!
امید است در سرزمین رویایی تان (غرب )شب های آرامی را به سحر برید!
ګرچند دوستان و خبرنګارانیکه نوشته شما را خوانده اند، پاسخ های سزا واری نثار تان کرده و جایی برای تبصره "صندوق حمایت مالی ژورنالستان افغانستان" نګذاشته اند، اما تجاهل عارفانه تان پیرامون اعلان رییس جمهور پیشین محمد اشرف غنی، ایجاب وضاحت اندکی را مینماید و ما را واداشت تا این چند سطر را از این طریق خدمت تان تقدیم کنیم!
وقتی دکتور غنی پس از دریافت ګزارش ریاست عمومی تفتیش در آن زمان مطمین شد که اجراات مالی این" صندوق" مبتنی بر صداقت ،امانتداری و کمک موثر به ژورنالیستان نیازمند بوده است، از کمک یک ملیون دالری در آینده نزدیک به این صندوق خبر داد .
همان بود که شخص شما و فهیم دشتی دیوانه وار در پی رهزنی و تصاحب این پول ها شدید و با دو نفر دزد معلوم الحال دیګر یعنی "وحید عمر" "و "سرور دانش" ( که اولی ۳۰ میلیون افغانی را از کود ۹۲ بودجه دولت برای کرایه منزل شخصی خویش و دومی مبلغ ۲۰ ملیون را برای تدوای مرض بواسیرش از همین کود ۹۲ اخذ کرده بود) یکجا شدید و طرح ایجاد صندوق دیگری را ریختید، حال قضاوت با شما که ګرګان خفاش صفت و اشخاصی چون شیوای شرق ، فهیم دشتی، وحید عمر، سرور دانش ودیګر درباری ها ودلقک ها بودند یا محمد آصف وردک که نتایج چهار بار تفتیش و بررسی از جانب چهار ارګان نشان داد که یک افغانی اختلاس در صندوق صورت نګرفته بلکه محترم محمد اصف وردک از جیب شخصیش نیز با خبر نګاران نیازمند کمک کرده است.
نکته جالب اینست که آقای شیوایشرق!! شما چرا از سرنوشت یک میلیون دالر می پرسید؟ شما باید جواب بدهید که این یک ملیون دالر را کجا برده اید؟ زیرا صندوق جعلی ساختید و رییس جمهور را با چاپلوسی وهمکاری وحید عمر و سرور بی دانش وادار کردید تا این پول را به صندوق شما واریز کند.
آقای شیوای شرق خفته در غرب! افتاب به انګشت پنهان نمیشود تا یک خبر نګار در افغانستان زنده باشد شما ، وحید عمر و سرور دانش به مردم افغانستان و فهیم دشتی به خداوند(ج) پاسخ خواهید داد!!

Address

Kabul
25000

Telephone

+93798227755

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghanistan Journalist Financial Support Fund posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Afghanistan Journalist Financial Support Fund:

Share