Shafaq Consultancy Services

Shafaq Consultancy Services Shafaq Consultancy Services, LLC (“SCS”) is a boutique business & financial consulting firm comprised of highly trained and qualified professionals.

13/01/2023

Never in life judge anyone on their circumstances, because time and circumstances changes in life.

10/01/2023

Never judge a person if you’ve not been in their position.

د ماليه ورکؤنکو د پام وړ! د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا محترم مقام د ماليي او د ماليي د جرايمو د معافيت اړوند ...
14/03/2022

د ماليه ورکؤنکو د پام وړ!
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا محترم مقام د ماليي او د ماليي د جرايمو د معافيت اړوند لاندي متن منظور کړيده. ټول ماليه ورکؤنکي دي ددي طلايي فرصت څخه ګټه پورته کړئ.
زمونږ مسلکي کارکؤنکي ستاسو د هر نوع مالي حساباتو د تصفيه کولو په پار ستاسو په چوپړ کې دي.

زیری زیری زیری زیری:ګرانو هیوادوالو!کچیری تاسو د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا، انګلستان، جرمنی، استرلیا، نیوزیلینډ، نیدر...
21/08/2021

زیری زیری زیری زیری:
ګرانو هیوادوالو!
کچیری تاسو د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا، انګلستان، جرمنی، استرلیا، نیوزیلینډ، نیدرلینډ، ډینمارک، بلجیم، سوډان، چک، سپین، آټالیه، سویت زیرلیڼد او ترکیې هیوادونو له نظامیانو سره په پروژو کې کار کړی وی یا ژباړن پاتی شوی یی او یا مو ددغو هیوادونو په موسیسو کې کار کی وي مونږ ستاسو د معتبر اسنادو له مخې د پناه غوښتلو غوښتنلیک په جوړولو کې او اړونده ادارو ته په موثق توګه استولو کې ستاسو په چوپړ کې یو.
او یا هغه هیوادوال چې د هند، پاکستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان، قرغستان، چین او عربی متحده ایالاتو ته د سفر په شرایطو برابر دی مونږ د هغوی د ویزې غوښتنلیکونه هم ددغو هیوادونو سفارتونو ته استؤ تر څو تاسو وکولائ شی چې له هیواد څخه خارج ته سفر وکړئ.
د لازیاتو معلوماتو لپاره له مونږ سره په لاندې شمیره په اړیکه کې شی.
شمیره:0093784050383
بریښنالیک: [email protected]

اطلاعيه!دولت ها به منظور تقویه بنیه مالی، تامین مخارج، کاهش اتکا به کمک های خارجی و رسیدن به خودکفائی اقتصادی نیاز به جم...
19/05/2021

اطلاعيه!

دولت ها به منظور تقویه بنیه مالی، تامین مخارج، کاهش اتکا به کمک های خارجی و رسیدن به خودکفائی اقتصادی نیاز به جمع آوری مالیات، محصولات گمرکی و سایر انواع عواید، دارند.

به منظور آوردن اصلاحات و نوسازی سیستم های مالیاتی دولت جمهوری اسلامی افغانستان متعهد به معرفی و تطبیق مالیه بر ارزش افزوده و جایگزینی آن با مالیه معاملات انتفاعی بر امتعه وارداتی و عرضه های داخلی اجناس و خدمات، می باشد.

مالیه بر ارزش افزوده، مالیه غیر مستقیم بوده که دارای دو نورم (صفر فیصد 0% و معیاری 10%) و معافیت ها می باشد.

این مالیه قرار است از اول جدی 1400هـ.ش (آغاز سال مالی 1401) معرفی و تطبیق گردد.

به اساس حکم ماده هفتم قانون مالیه بر ارزش افزوده حد ثبت مالیه بر ارزش افزوده ( 150000000) یکصدو پنجاه میلیون افغانی بوده که نظر به دوران سرمایه سال قبل شما واجد شرایط ثبت این مالیه شناخته ميشود.

فورم ثبت مالیه بر ارزش افزوده که ضم ميباشد.

22/09/2020

کوم ډول ورکړې کرایې ګڼل کيږی؟
پر عایداتو باندې د مالیاتو قانون د ۵۹ مادې د ۴ مادې مطابق هر ډول پولې ورکړې، د خدمتونو وړاندې کول او تغیرات چې مستاجر کرایوی جایداد ته وارد کړی وی او دومداره استفاده ولری او د کرایوی جایداد ارزښت پورته کړی، کرایوی تادیات ګڼل کيږی، د موضوعي ماليې تابع ګرځی او لاندې موارد پکې شامل دی:
د پولي واحدونو ډولونه؛
مالونه؛
خدمتونه )چې د مستاجر لخوا وړاندې شوی وی(؛
هر ډول ګټې چې مؤجر یې د کورونو او ودانیو د کرایه کولو له لارې ترلاسه کوی؛
د بیاجوړونې او بیارغونې لګښتونه چې د مستاجر په لګښت په ملکیت کې ترسره کيږی.
که چیرې د کورونو او ودانیو د بیارغونې لګښتونه د مستاجر لخوا ورکړل شي، د ۵۹ مادې د حکم مطابق
داسې ګڼل کيږی چې مؤجر له مستاجر څخه کرایه ترلاسه کړی او هغه یې هغه شخص ته ورکړی چې
بیارغونې چارې یې سرته رسولي. دا ډول لګښتونه او بیارغونې د کرایې په جمع کې حسابيږی او په
ورځنۍ بیه باندې حسابيږی. هغه لګښتونه چې پورته ذکر شوی د مؤجر په لګښتونه کې حسابيږی او د
مجرایۍ وړ دی.
د بیاجوړونې او یا بیارغونې لګښتونه د کرایه په توګه ګڼل کيږی حتي که هيڅ ډول کرایه ورکړل شوی
هم نه وی او یا دغه لګښتونه له معمول کرایې څخه ډیر ورکړل شوی وی.
لومړۍ بیلګه:
آسیا شرکت له فریدون څخه یو استوګنیز کور د میاشتۍ په ۶۰۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کړی او د دغه کرایه د هرې میاشتې په پیل کې ورکوی. د قرارداد له پیل څخه وروسته د دې کور د اوبو پمپ خرابيږی چې د بیاجوړیدو وړ نه دی او باید بدل شي.
آسیا شرکت د پمپ په بدلولو باندې ۲۰۰۰۰ افغانۍ لګوی او په بدل کې یې توافق کوی چې د اوبو د پمپ د
بدلولو له امله د راتلونکي میاشتې کرایه ۴۰۰۰۰ افغانیو ته راکميږی. په دې حالت کې د لګښتونو بیه )د اوبو د پمپ بدلول( د کرایې په توګه ګڼل کيږی او د موضوی ماليې تابع ګرځی.
ښاغلي فریدون د ۴۰۰۰۰ افغانیو نقدو پیسو سربیره ۲۰۰۰۰ افغانۍ د کرایې د خدمتونو په توګه ترلاسه کړی، پدې توګه ټول عواید چې د ماليې وضع کولو تابع کيږی ۶۰۰۰۰ افغانۍ دی او مستاجر مکلف دی چې د قانوني ټاکل شوی معیاد مطابق ۶۰۰۰ افغانۍ مالیه وضع کړی.
په پایله کې د آسیا شرکت باید یواځې ۳۴۰۰۰ افغانۍ د جایداد د کرایې د مکلفیت ترسره کولو په موخه د
اجارې د قرارداد له مخې ښاغلي فریدون ته ورکړی ) محاسبې یې داسې ده چې ۴۰۰۰۰ افغانۍ نقدې
پیسې چې باید ورکړل شي منفي ۶۰۰۰ افغانۍ وضع شوې مالیه(.__

21/09/2020

د جلا قراردادونو مطابق د کورونو او ودانیو پر کرایه باندې موضوعي مالیات:
که چیرې د کورونو او یا ودانیو مختلفې برخې مختلفو مستاجرینو ته د جلا قراردادونو له مخې ورکړل شوې وی، که چیرې د هر یو قرارداد د کرایې مبلغ په جلا ډول لس زره افغانۍ یا زیاتي وی، پر عایداتو باندې د مالیاتو قانون د ۵۹ مادې مطابق هر یو قرار داد په جلا ډول د موضوعي ماليې تابع کيږی.
که چیرې مختلف کورونه او یا ودانۍ چې د یوه شخص مالکیت وی یوه مستاجر ته د څو قراردادونو له مخې په کرایه ورکړل شوی وی، په دې صورت کې ټول قراردادونه، دیو واحد قرارداد په توګه ګڼل کيږی د ټولو کورونو او ودانیو مجموعي کرایه محاسبه کيږی او پر عایداتو باندې د مالیاتو قانون د ۵۹ مادې مطابق د موضوعي ماليې تابع کيږی.
لومړۍ بیلګه:
یو مؤجر یو تعمیر چې اولس هټۍ لری او هر هټۍ یې د میاشتې په ۸۰۰۰ افغانیو مختلفو مستاجرینو ته په کرایه ورکړې ده. دا چې د هر مستاجر کرایه له ټاکلي حد څخه ) ۱۰۰۰ ( افغانۍ کمه ده، پدې توګه د موضوعي ماليې ) ۵۹ ( تابع نه کیږی.

21/09/2020

پر کرایې باندې د موضوعي ماليې د سنجش او ورکړې طریقه:
پر عایداتو باندې د مالیاتو قانون د نهه پنځوسمې مادې په ) ۲ ( فقره کې د جایدادونو مستاجرینو ته وظیفه ورکړل شوې ده ترڅو موضوعي مالیه د یوه اداری مسؤلیت په توګه د جایداد مالک ته د ټولې میاشتنۍ کرایې د ورکړې پرمهال موضوعي مالیه وضع کړی. پر عایداتو باندې د مالیاتو قانون د نهه پنځوسمې مادې د حکم د صراحت مطابق، پر کرایه باندې د موضوعي ماليې سنجش په میاشتنې توګه صورت مومي مګر د ماليې ورکړه د مستاجر لخوا د جایداد مالک ته د کورونو او ودانیو د کرایې د ورکړې پورې تړاو لری، پدې معنا چې که چیرې د جایداد د استجارې د قرارداد مطابق کله چې مستاجر د جایداد مالک ته د کرایې پیسې ورکوی مکلف دی چې د کرایې د ورکړې پر مهال، پر عایداتو باندې د مالیاتو قانون د نهه پنځوسمې مادی، پر عایداتو باندې د مالیاتو د قانون د تعلیماتنامې او د دې طرزالعمل د حکمونو مطابق موضوعي مالیه سنجش، تعیین او په بانک کې یې هغه ټاکلي حساب ته تحویل کړی چې د اړوندې مالیاتي ادارې لخوا معرفي کيږی.
که چیرې په قرارداد کې د کرایه اخیستونکي او کرایه ورکوونکي تر منځ د هوکړې مطابق داسې هوکړې شوې وی چې د جایداد کرایه په پیشکې ډول په هرو دریو میاشتو کې یو ځل، په هرو شپږو میاشتو کې یو ځل، په کال کې یو ځل یا په بل ډول د کرایې پیسې باید ورکړل شي، کرایه اخیستونکي مکلف دی چې د کرایې ورکولو پر مهال، مالیه )د ورکړل شوې کرایې مجموع په قرارداد کې توافق شوی وخت ته په کتو
سره( په میاشتني ډول سنجش او د جایداد مالک ته د کرایې ورکولو له نيټې څخه د راتلونکې میاشتې تر پنځلسمې نيټې پورې په بانک کې د اړوندې ادارې ټاکلي حساب ته تحویل کړی.
لومړۍ بیلګه:
نجیب الله په وزیر اکبر خان کې یوه حویلۍ د کاری دفتر لپاره د استفادې په موخه د میاشتې په ۲۰۰۰۰ افغانۍ په کرایه نیولې ده. نجیب الله مکلف دی چې د ټولې کرایې څخه ۱۰ ٪ یې چې ۲۰۰۰ افغانۍ کيږی د حویلۍ مالک ته د کرایې د ورکړې پر مهال وضع او د قانون د حکمونو مطابق د راتلونکې میاشتې تر پنځلمسې پورې د اړوندې مالیاتي ادارې ټاکلي حساب ته وليږدوی.

20/09/2020

د ﮐﻮروﻧﻮ او د وداﻧﯿﻮ د ﻣﻮﺿﻮﻋﯽ ﻣﺎلیې ﻧﻮرم:

د ﻣﺎلیې ﻧﻮرم او د ﻣﺎلیې ﺗﺎﺑﻊ ﮐﺮايې ﺣﺪ (ﺳﻘﻒ) ﭘﺮ ﻋﺎﯾﺪاﺗﻮ ﺑﺎﻧﺪې د ﻣﺎﻟﯿﺎﺗﻮ ﻗﺎﻧﻮن د ﻧﻬﻪ پنځوسمې ﻣﺎدې ﭘﻪ (1) ﻓﻘﺮه كې ﭘﻪ ﻻﻧﺪې ډول ﻟﯿﮑﻞ ﺷﻮي دي:
ﮐﻪ ﭼﯿﺮې ﻣﯿﺎشتنۍ ﮐﺮاﯾﻪ ﻟﻪ ﻟﺴﻮ زرو اﻓﻐﺎﻧﯿﻮ څخه ﺗﺮ ﺳﻠﻮ زرو اﻓﻐﺎﻧﯿﻮ ﭘﻮرې وي، ﻟﺲ ﺳﻠﻨﻪ؛
ﮐﻪ ﭼﯿﺮې ﻣﯿﺎشتنۍ ﮐﺮاﯾﻪ ﻟﻪ ﺳﻠﻮ زرو څخه زﯾﺎﺗﻪ وي، پنځلس ﺳﻠﻨﻪ؛
ﭘﻮرﺗﻨﯽ وړاﻧﺪي ﺷﻮي ﻧﻮرم ﺗﻪ ﭘﻪ ﮐﺘﻠﻮ ﺳﺮه، د ﻣﯿﺎشتنۍ ﮐﺮايې ﭘﺮ ﻣﺠﻤﻮﻋﯽ ﻣﺒﻠﻎ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﻮﺿﻮﻋﯽ ﻣﺎﻟﯿﻪ ﭘﻪ ﻻﻧﺪې ډول تطبیقیږی:
ﮐﻪ ﭼﯿﺮې ﻣﯿﺎشتنۍ ﮐﺮاﯾﻪ ﻟﻪ ﻟﺴﻮ زور اﻓﻐﺎﻧﯿﻮ څخه ﮐﻤﻪ وي، د ﻣﻮﺿﻮﻋﯽ ﻣﺎلیې ﺗﺎﺑﻊ ﻧﻪ کیږی؛
ﮐﻪ ﭼﯿﺮې ﻣﯿﺎشتنۍ ﮐﺮاﯾﻪ ﻟﻪ ﻟﺴﻮ زرو اﻓﻐﺎﻧﯿﻮ څخه ﺗﺮ ﺳﻠﻮ زرو اﻓﻐﺎﻧﯿﻮ ﭘﻮرې وي، ټوﻟﻪ ﻣﯿﺎشتنۍ ﮐﺮاﯾﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ دې چې ﻟﺲ زره اﻓﻐﺎنۍ ور څخه ﻣﻨﻔﯽ ﺷﯽ، د10 ﻣﻮﺿﻮﻋﯽ ﻣﺎلیې ﺗﺎﺑﻊ کیږی؛
ﮐﻪ ﭼﯿﺮې ﻣﯿﺎشتنۍ ﮐﺮاﯾﻪ ﻟﻪ ﺳﻠﻮ زور اﻓﻐﺎﻧﯿﻮ څخه زﯾﺎﺗﻪ وي، ټوﻟﻪ ﻣﯿﺎشتنۍ ﮐﺮاﯾﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ دې چې ﮐﻮم ﻣﺒﻠﻎ ورڅخه ﻣﻨﻔﯽ ﺷﯽ د15 ﻣﻮﺿﻮﻋﯽ ﻣﺎلیې ﺗﺎﺑﻊ کیږی.

Address

Jalalabad

Telephone

+93784050383

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shafaq Consultancy Services posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share