13/12/2025
بسم الله الرحمن الرحیم
*د همدرد بنسټ له خوا د "کیفیت تجارتي مرکز" سهارنۍ غونډه*
نن ورځ د همدرد سولېیز بشري فرهنګي بنسټ له خوا د "کیفیت تجارتي مرکز" اړوند سهارنۍ غونډه ترسره شوه. غونډه د مرکز د عمومي مدیریت تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، چې پکې د بازار موندنې، د کیفیت لوړتیا، د کار د پرمختګ، او د بهرنیو بازارونو سره د ارتباط موضوعات وڅېړل شول.
غونډه کې ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل، او پرېکړه وشوه چې د شفاف فعالیت، مسلکي خدماتو او دوامداره سوداګرۍ لپاره مشخص ګامونه واخیستل شي. همداراز د ګډ کار، اعتماد او همغږۍ پر ارزښت ټینګار وشو.
د همدرد بنسټ د اقتصاد پیاوړتیا او نوښت پالنه خپل مسؤلیت بولي، او دا غونډې د همدې لړۍ یوه مهمه برخه ده.