Afghan Cric

Afghan Cric کرکټ پالونکی

ګلبدين نايب ګلبدين نايب په دوبۍ ليګ کې ۶۲ منډې، دوه ويکټې او په ډګر ساتنه کې په دوه کيچونو ترلاسه کولو سره د لوبې غوره ل...
06/02/2025

ګلبدين نايب

ګلبدين نايب په دوبۍ ليګ کې ۶۲ منډې، دوه ويکټې او په ډګر ساتنه کې په دوه کيچونو ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شؤ او لوبډله يې پای لوبې ته لاړه.
#اتلان

راشد خان په شل اووریزو لوبو کې د تر ټولو ډېرو وېکټو ریکارډ خپل کړ. نن یې د جنوبي افریقا په شل اووریز غوره لیګ کې دوه لوب...
01/02/2025

راشد خان په شل اووریزو لوبو کې د تر ټولو ډېرو وېکټو ریکارډ خپل کړ. نن یې د جنوبي افریقا په شل اووریز غوره لیګ کې دوه لوبغاړي وسوځول چې ورسره یې د ټولو شل اووریزو لوبو وېکټې ۶۳۱ شوې. د ویست انډیز براو هم ۶۳۱ ویکټې ترلاسه کړي خو هغه ۵۸۲ لوبې کړي او د راشد خان بیا نن ۴۶۰ مه لوبه وه. که ژوند و دی به زرو وېکټو ته خبره رسوي. که څرنګه؟

#راشدخان #اتلان

دې ته وايي، لوبډلمشري!راشد خان په خپلي هوښياري رهبري سره وکولای سول چي، د سوېلي افريقا په ليګ کي خپله لوبډله مي کيپ ټاون...
31/01/2025

دې ته وايي، لوبډلمشري!
راشد خان په خپلي هوښياري رهبري سره وکولای سول چي، د سوېلي افريقا په ليګ کي خپله لوبډله مي کيپ ټاون تر نيمه پايلوبي ورسوي.
دا هغه لوبډله ده چي، تېر کال ئې د فولارډ په لوبډلمشري کي فقط درې لوبي ګټلي وې او د جدول په پای کي وه.

رحمان الله ګربز په خپله تېره شل اووریزه سیالۍ کې پنځه زره منډې پوره کړې.هغه یو له هغو افغان توپوهونکو څخه دی چې په شل او...
21/01/2025

رحمان الله ګربز په خپله تېره شل اووریزه سیالۍ کې پنځه زره منډې پوره کړې.
هغه یو له هغو افغان توپوهونکو څخه دی چې په شل اووریزو سیالیو کې ډېرې منډې لري. د افغان لوبغاړو د منډو شمېر په لاندې ډول دی:
١. لومړی مقام: محمد نبي - ٦١١٥ منډې
٢. دویم مقام: رحمان الله ګربز - ٥٠٣٤ منډې
٣. دریم مقام: محمد شهزاد - ۴٥٧٨ منډې
۴.څلورم مقام : نجیب ځدراڼ - ۴٢٠١١ منډې

#اتلان #راشدخان #راشدخان

لومړی دا دليل او عذر د غوراوي کمېټه وړاندې کوي چې مجيب فيټ نۀ دی او بل وايي مريض دی ځکه چې ګوته يې ژوبل ده!!تاسو او خدای...
21/01/2025

لومړی دا دليل او عذر د غوراوي کمېټه وړاندې کوي چې مجيب فيټ نۀ دی او بل وايي مريض دی ځکه چې ګوته يې ژوبل ده!!
تاسو او خدای!!
ټپي او انفيټ لوبغاړی داسې کارنامه کولای شي؟؟
د افريقا په روان شل اوريزه تجارتي ليګ کې همدا اوس مجيب الرحمان ځدراڼ ټول اور پرته د منډې ورکؤلو ترسره کړ، ويکټ يې هم پۀ کې واخيسته او تر دم ګړۍ د ياد ليګ تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی هم نومؤل شوی خو په راتلونکي چېمپينز ټرافۍ کې به ځکه نۀ لوبېږي چې ژوبل دی!!! ژوبل لوبغاړی نۀ يؤ سل دوه متره اوږده شپګيزه وهلی شي او نۀ د کوم ليګ مخکښ توپ اچوونکی جوړېدای شي.
يادؤنه:
مجيب نن سبا تر بل هر وخت ښۀ پۀ فوم کې دی او ښۀ پوره فيټ دی که چېرې لوبو ته يې لږ په دقت کتنه وشي.
يادؤنه:
لا وخت شته چې په اعلان شوي نوملړ کې د چېمپينز ټرافۍ اړؤند افغان بورډ او د غوراوي کمېټه تغيرات راولي او مجيب ور اضافه کړي.

#اتلان

د افغان لوبغاړو يو ګډ انځور په بنګلاديش پريمر ليګ يا ( ) کې.تاسې ورته يو يو زړه ❤️ ورکړي.🫣
21/01/2025

د افغان لوبغاړو يو ګډ انځور په بنګلاديش پريمر ليګ يا ( ) کې.

تاسې ورته يو يو زړه ❤️ ورکړي.🫣

نوين الحق نن په توپ وهنه او توپ اچونه کي.د سويلي افريقا روان تجارتي ليګ کي نوين الحق د خپل لوبډلي لپاره نن په توپ وهنه ک...
20/01/2025

نوين الحق نن په توپ وهنه او توپ اچونه کي.

د سويلي افريقا روان تجارتي ليګ کي نوين الحق د خپل لوبډلي لپاره نن په توپ وهنه کي په پنځلس توپونو دېرش منډي جوړي کړې، درې اورونو توپ اچونه کي يې يو لوبغاړی اوټ او اته ويشت منډي ورکړې.

نور احمد بيا څلور اورونو کي يو لوبغاړی اوټ کړ او څلورويشت منډي يې ورکړې.

اووه هيوادونو چمپيئنز ټرافي لپاره خپلي لوبډلي اعلان کړي.لوبو ته تر يوې مياشتي کم وخت پاته ی، لا تر اوسه کوربه پاکستان د ...
20/01/2025

اووه هيوادونو چمپيئنز ټرافي لپاره خپلي لوبډلي اعلان کړي.

لوبو ته تر يوې مياشتي کم وخت پاته ی، لا تر اوسه کوربه پاکستان د لوبډلي جوړښت باندي موافقې ته نه دی رسېدلی.

ټول ګډون کوونکي هيوادونه د راتلونکي فبرورۍ مياشتي تر ديارلسمي نېټې سکواډونو کي تغير راوستلای سي.
#اتلان

فضل الحق فاروقي!فاروقي په عربي اماراتو کي د روان انټرنيشنل شل اوريزه لیګ د زياتو ويکټو لرونکی لوبغاړی دی، څلور سياليو کي...
20/01/2025

فضل الحق فاروقي!

فاروقي په عربي اماراتو کي د روان انټرنيشنل شل اوريزه لیګ د زياتو ويکټو لرونکی لوبغاړی دی، څلور سياليو کي يې يوولس ويکټي پخپل نوم کړي.

ګلبدين نايب بيا له افغانستان څخه بل لوبغاړی دی چي په شپږ ويکټو دا ليست کي ځای لري.

کله چې نور احمد د زک کرولی او ایدن مارکرام وېکټې واخیستې نو د سويلي افریقا مبصرین وايي: "نور احمد کې یوه خاصه ځانګړنه دا...
20/01/2025

کله چې نور احمد د زک کرولی او ایدن مارکرام وېکټې واخیستې نو د سويلي افریقا مبصرین وايي: "نور احمد کې یوه خاصه ځانګړنه دا ده چې هغه په هر وخت کې او هر اور کې راولې هغه خپل کار کوي. د نور احمد ښه والی په دې کې دی چې وېکټ ټو وېکټ توپ اچونه کوي، خپل لین او لینت نه پرېږدي. په همدې نور احمد یو ښه توپ اچوونکی دی."
کله چې جانسین او ټوم ایبیل ښه ملګرتیا جوړه کړې وه او ښه توپ وهنه یې روانه کړې وه. نو نوین الحق یې ۱۶ اور ته راوست، جانسين ورته شپږیزه ورکړه، نو مایک هیسمن مبصر وايي؛" په دې وخت کې نور احمد ته اړتیا ده چې اور ورکړي او د دوی ملګرتیا ماته کړي." کله چې نور احمد ۱۸ اور ته راغی دوه څلوریزې پرې ولږېدې، خو ټوم ایبیل یې اوټ کړ. نو مایک هیسمن وايي:" نور احمد یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې هره ملګرتیا او هره لوبډله ماتولی شي."

فضل آن فایر 🔥عالي ده فضل الحق فاروقي په دوبی نړیوال لیګ کې څلور ویکټې واخېستلې دا چېمپیینز ټرافۍ ته یو ښه زېرۍ دی. ماشاء...
19/01/2025

فضل آن فایر 🔥

عالي ده فضل الحق فاروقي په دوبی نړیوال لیګ کې څلور ویکټې واخېستلې دا چېمپیینز ټرافۍ ته یو ښه زېرۍ دی. ماشاءالله❤️🇦🇫👏

Afghan Titans | Fazalhaq Farooqi
FazalhaqFarooqi |

د بنګلاديش غوره ليګ BPL کي نن محمد نبي په 21 توپونو 26 ناسوځيدلي منډي جوړي کړي او په بالينګ کي په دوه اورونو کي يوازي 6 ...
19/01/2025

د بنګلاديش غوره ليګ BPL کي نن محمد نبي په 21 توپونو 26 ناسوځيدلي منډي جوړي کړي او په بالينګ کي په دوه اورونو کي يوازي 6 منډي وکړي او کومه ويکټ يي ترلاسه نکړه.

#اتلان

Address

Khost City
Kabul
0093

Telephone

+93705291094

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Cric posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Afghan Cric:

Share