کوثر د انجنيري خدمتونو مرکز-Kawsar Engineering Services

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • کوثر د انجنيري خدمتونو مرکز-Kawsar Engineering Services

کوثر د انجنيري خدمتونو مرکز-Kawsar Engineering Services Afghanistan

09/11/2025
👷 په سلب کې د سیخانو براوردیو سلب، چې طول یې 6 mاو عرض یې 4m په پام کې نیول شوی، تاسې یې د سیخ براورد وکړئ، په هغه صورت ...
28/10/2025

👷 په سلب کې د سیخانو براورد

یو سلب، چې طول یې 6 mاو عرض یې 4m په پام کې نیول شوی، تاسې یې د سیخ براورد وکړئ، په هغه صورت کې چې په سلب کې پکار وړل شوی سیخان 12 mm په نظر کې نیول شوي وي او د سیخانو د مرکز تر مرکزه فاصله 15 cm په پام کې نیول شوې وي؟

حل:

راکړل شوي ارقام:

Diameter of Bar = 12mm
C/C Distance = 15mm = 0.15m

نوټ:

مخکې له دی چې د سوال په حل پیل وکړو، دا باید ووایو چې په One way slabs کې اساسي سیخان (Main bar) په لنډ لوري اچول کیږي.

او ویشلي سیخان (Distribution bar) په اوږد سمت اچول کیږي.

خو په دوه اړخیزه سلبونو (Two way slabs) کې اساسي سیخان په دواړو لوریو اچول کیږي.

یا M.B او D.B د یو قطر لرونکي وي، چې قطرونه یې یو شان وي.

نو مونږ ته راکړل شوي، سلب Two way دی ځکه د اوږد او کوچني سمت نسبت یې له دوو کوچنی دی (6/4

د لمریز حوض تودوخې پروسهپر بنسټ د ورکړل شوي انځور، دا یو ساده او روښانه ډیاګرام دی چې د لامبو حوض د لمریزې تودوخې بهیر ښ...
04/10/2025

د لمریز حوض تودوخې پروسه

پر بنسټ د ورکړل شوي انځور، دا یو ساده او روښانه ډیاګرام دی چې د لامبو حوض د لمریزې تودوخې بهیر ښیي. ډیاګرام د اوبو د بهیر او د سیستم اساسي برخې ښيي.

د ټول سیستم تشریح

سیستم د لمر انرژي کاروي تر څو د لامبو حوض اوبه تودې کړي. پمپ اوبه له حوضه اخلي او د کور چت ته د لمریز تودوخې ټولونکو (solar collectors) ته یې استوي، هلته د لمر په واسطه تودې کېږي او بېرته حوض ته ستنېږي.

د اوبو بهیر او برخې

1. سوړې اوبه (له حوضه راوتل): اوبه د حوض له ښکته برخې څخه د یوه پایپ له لارې ایستل کېږي. دا د تودوخې بهیر پیل دی.

2. پمپ: اوبه لومړی پمپ ته ځي (په آبي رنګ ښودل شوی). د پمپ دنده دا ده چې اوبه له حوض څخه، د تودوخې سیستم له لارې، بېرته حوض ته وګرځوي.

3. فلټر: وروسته اوبه فلټر ته ځي (په ژیړ رنګ ښودل شوی). فلټر د اوبو کثافات او چټلتیاوې لیرې کوي تر څو لمریزې تختې بندې نه شي.

4. سوړې اوبه (چت ته تلل): فلټر شوې اوبه د لمریزې تودوخې تختو ته پورته استول کېږي.

5. لمریز تودوخې تختې: اوبه د چت په لمریز تختو کې جریان کوي. دا تختې عموماً تور یا تیاره رنګ لري تر څو د لمر انرژي په اعظمي ډول جذب کړي. د اوبو تودوخه د لمر په واسطه لوړېږي.

6. توده اوبه (له چت څخه راوتل): اوس تودې شوې اوبه له لمریز تختو څخه وځي.

7. حوض ګرمونکی (اختیاري): ډیاګرام کې د حوض یو اضافي ګرمونکی (په سور رنګ ښودل شوی) هم ښکاره شوی. دا ښيي چې سیستم د هغو ورځو لپاره له دودیز ګرمونکي سره مرسته کولی شي چې کافي لمر نه وي. تودې شوې اوبه یا له دې ګرمونکي تېرېږي یا یې بای پاس کوي.

8. توده اوبه (بېرته حوض ته داخلېږي): په پای کې تودې شوې اوبه د حوض د راستنیدو پایپ له لارې بېرته حوض ته ستنېږي.

کوثر: بزرګترین پروژه در افغانستان
03/11/2024

کوثر: بزرګترین پروژه در افغانستان

سرپوښ بازار، کندهار، افغانستان:دغه بازار د افغانستان له لرغونو بازارونو دي چي دوه نيمي پېړۍ وړاندي د کندهاري سردار   په ...
18/09/2023

سرپوښ بازار، کندهار، افغانستان:
دغه بازار د افغانستان له لرغونو بازارونو دي چي دوه نيمي پېړۍ وړاندي د کندهاري سردار په امر د کندهاري معمارانو په لاس جوړ سو.
کهندل خان له ۱۸۴۲-۱۸۵۵ع د کندهار والي وو چي د سردار پاينده محمد خان ۱۲ زوی وو.
سرپوښ بازار ته څلور د ننوتلو لارې دي چي شاه بازار ، کابل بازار ، بامیزو کوڅه او دوهمه بامیزو کوڅه ئې نومونه دي.
دغه بازار کي اوس د کندهار د لاسي صنعت، په ځانګړې توګه د کندهارۍ خولۍ د تولید او پلورلو یو لوی مرکز دئ.
دغه عکس د سراج الاخبار څخه اخيستل سوی چي نېټه ئې ۱۹۱۵ع کال او اصلي بڼه ئې سپينه او توره ده چي کامنټ کي ئې ليدلای سئ.

Sarpoosh Bazaar, Kandahar, Afghanistan:

This market is one of the ancient markets of Afghanistan, which was built two and a half centuries ago by the hands of Kandahari architects on the orders of Kandahari Sardar .
Khandal Khan was the governor of Kandahar from 1842-1855. He was the 12th son of Sardar Payanda Muhammad Khan.
There are four entrances to Sarpoosh Bazaar which are Shah Bazar, Kabul Bazar, Bamizo Street and Second Bamizo Street.
This market is now a major center for the production and sale of Kandahar handicrafts, especially Kandahar hats.
This photo was taken from Siraj-ul-Akhbar, the date of which is 1915 and its original form is black and white, which you can see in the comment.

د دارالامان ماڼۍ د افغانستان له تاریخي یادګارو له جملی څخه ده چې د کابل ښار له مرکز نه تقریبا اته کیلومتره جنوب لویدیز ل...
14/09/2023

د دارالامان ماڼۍ د افغانستان له تاریخي یادګارو له جملی څخه ده چې د کابل ښار له مرکز نه تقریبا اته کیلومتره جنوب لویدیز لوری ته د چهاردهی په ساحه کې د دارلامان د عمومی جادی په انتها ، د قورغ د غره په لمنو کې د « تاج بیګ » ماڼۍ ته نژدی د مرحوم غازی امان الله خان په وخت کې جوړه شویده . د دارلامان د ماڼۍ د جوړیدو په وخت کې د افغانستان او آلمان ترمنځ ښې سياسی اړیکې وجود درلودی . د «جوزف برکس» په ابتکار د ښارونو او کورجوړولو په برخه کې د آلمان د دولت 22 تنه مهندسان او انجنیران کابل ته راغلل او د دې قصر په جوړولو کې 700 افغان کارګرانوبرخه درلوده . د دې ماڼې د جوړولو کار د « والتر هارتن » په نوم آلمانی انجنیر په 1304 هجری لمریز کال کې پیل کړ او په 1306 کال کې یی کار تکمیل شو. نوموړی قصر له 150 وړو او لویو اتاقو نه تشکیل شوی و چې د امانی دوری ټولی دولتی دستګاه له هغه نه استفاده کوله.
دا قصر د ولس مشر داکتر محمد اشرف غنی په ۵ کلنہ دوره کی بیرته ترمیم شو چی ښکلا یی افغانانو ته خوښی او د افتخار افرین ده
او د ولس مشر د خدمت او وطن دوستی له برکته یی وینو .

موضوع: کانالونهکانالونه نظر طبيعي زېرمو ته په لاندې ډؤل طبقه بندي شوي:دوامداره يا تل-تر-تله کانال (Permenant or Perennia...
20/01/2023

موضوع: کانالونه

کانالونه نظر طبيعي زېرمو ته په لاندې ډؤل طبقه بندي شوي:
دوامداره يا تل-تر-تله کانال (Permenant or Perennial Canal):
دا هغه کانالونه دي چې د دوامداره منابعو او یا هم د يخ د وېلي کېدو څخه تعذیه کېږي. دغه دوامدره بهیدونکي کانالونه دوامداره بیارغوونې ته ضرورت لري.
پټ یا هجومي کانالونه (Inundational Canal):
دغه کانالونه د کال په جریان کې وچ وي. دغه کانالونه د سيلابونو څخه سرچینه اخلي. ددې ډؤل کانالونو څخه د ژوند ضرورتونو په رفع کولو کې ترې ګټه نه اخیستل کېږي.
نظر مالي برخې ته کانال (Financial Based Canal):
مؤثر یا تولیدونکی کانال (Productive Canal):
د ملت لپاره تر ټولو ګټور کانال په نوم هم یاديږي. دغه کانال د کښت ځمکو د خړوبولو لپاره ترټولو مؤثر کانال شمېرل کېږي.
نظر د کانال دندو ته د کانال ډؤلونه (Based on the Function of Canal):
د اوبو لګولو کانال:
دغه کانال د زېرمو څخه اوبه تر کښت ځمکې پورې رسوي.
تعذیه کوونکی کانال:
دغه کانال دوه او یا هم څو کانالونه تعذیه کوي.
د بيړۍ چلولو لپاره کانال:
لکه څه ډؤل چې د نوم څخه مالوميږي دغه کانالونه د بیړیو د چلولو لپاره جوړیږي.
د برق یا طاقت لپاره جوړیدونکي کانالونه:
دغه کانالونه د برق د تولید لپاره په هغه ځایونو کې جوړیږي چېرته چې د برق تولید اهم وي.
نظر اوبو ایستلو او د هغوی اهمیت ته کانالونه (Based on Discharge and its Relatives Importance):
اساسي کانال:
دغه کانال د سمندر څخه په مستقیمه توګه اوبه نورو فرعي کانالونو ته ورکوي. دغه کانال د وړونکي کانال په حیث کار کوي چې اوبه تر فرعي کانالونو رسوي. پاتې دې نه وي چې، دغه کانالونه یو لوی مقدار د اوبو حجم انتقالوي چې د ځمکو د خړوبولو لپاره ترې ګټه نه اخیستل کېږي.
فرعي کانال:
دا ډؤل کانالونه د (20-5) متر مکعب/ثانیې په مقدار اوبه انتقالوي. دغه کانال د ځمکو د خړوبولو لپاره نه استعمالیږي. ددې لپاره چې ددې کانال څخه مو مؤثره ګټه اخیستي وي نو، کوشش باید وشي چې نورو کوچنیو کانالونه ددې کانال څخه تذیه شي.
لوی ویشونکی کانال:
دغه کانال د فرعي کانال څخه اوبه اخلي، همدا شان؛ کله نا کله پېښيږي چې د اساسي کانال څخه هم اوبه ولېږدوي. دغه کانال د (0.25-5) متر مکعب/ثانیې پورې د اوبو د انتقال ظرفیت لري. دغه کانالونه په يؤ خاص میلان باندې د مشخصي نقطې پورې جوړيږي.
کوچنۍ ویشونکي کانالونه:
د

د بیم (Beam) او ګاډر (Girder) تر منځ توپیر :یو شمیر دوستانو په ځینو نورو پاڼو کې او همدارنګه د فیسبوک او انجنیري پاڼې څخ...
18/01/2023

د بیم (Beam) او ګاډر (Girder) تر منځ توپیر :

یو شمیر دوستانو په ځینو نورو پاڼو کې او همدارنګه د فیسبوک او انجنیري پاڼې څخه پوښتلی چې د بیم (Beam) او ګادر (Girder) تر منځ توپیر څه شی ده ؟

فیسبوک او انجنیری پاڼه یې په لنډ او مختصر ډول سره ځواب درکوي ، هیله ده ستاسو د قناعت وړ و ګرځي.

لومړی عامیانه وضاحت:

پخوانی کورونه به مو په یاد وي ، یوه لویه خونه به وه د هغه په دیوالونه به اول یو یا دوه دانې غټ د لرګي تیرونه اچول شوي وو او بیا به یې د هغه په سر باندې د لرګي دستک اچولی وو ، هغه هغه غټ تیر ګاډر بلل کیږي او پر سر باندې یې دستک بیمونه بلل کیږي

اوس د انجنیري له اړخه وضاحت ورکوو.

بیم (Beam):

1- بیم (Beam) عبارت د هغه ساختماني افقی عنصر څه ده چې د خپل وزن په شمول د سلب یا چت او د هغه د اړونده بار د وړلو دنده پر غاړه لري .
2- د بیمونو کلمه معمولا په هغه ځایونو کې په کار وړل کیږي چې د حرکی یا ډینامیکی بارونو (عراده جات، هایدروډینامیک) سره په تماس کې نه وي لکه تعمیرات
3- څرنګه چې مخکې اشاره وشوه بیمونه معمولا د ساختمان د چت بار انتقالوي نو لدې امله د بیمونو طول او مقاطع کوچنی وي.
4- بیمونه معمولا مستطیلی یا مربعی مقاطع لري

ګاډر (Girder):

1- ګاډر عبارت د هغه ساختمانی افقی عنصر څخه عبارت ده چې د خپل ځان د وزن په شمول د سلب یا چت او همدارنګه د بیم (Beam) بار هم انتقالوي.
2- د ګاډر کلمه معمولا په هغه ځایونو کې په کار وړل کیږي چې د حرکی قواو سره هم په تماس کې وي لکه پل ، د آبیاري ځینې ساختمانونه او داسي نور یعنې پدې معني سره چې : څرنګه چې د پل پر سر باندې عراده جات عبور او مرور کوي نو ځکه هیڅکله هم د پل د چت ګاډرونو ته د بیم کلمه نشو استعمالولای او نه هم استعمالیږي
3- د یو ګاډر په سر باندې کیدای څو بیمونه هم قرار ولري .
4- دګاډر اوږدوالی او مقاطع نظر بیم ته ډیر زیات وي .
5- ګاډر د مستطیلی مقاطعو په شمول باکس ماننده ، ټی ماننده، آی بیم او دارنګه نورې مقاطع هم لري.
6- ګاډرونو د ستاتیکی یا ساکنو بارونو او وزنونو نه ماسوا ډینامیکی بارونو هم زغمي
7- په ګاډرونو نسبت بیمونو ته ډیر بارونو عمل کړی وي نو ځکه هم د جسامت او هم د سیخ د سلنې له اړخه ډیر لوي او قوي وي.
8- هر وخت بیم په ګاډر با ندې اتکاء لري نه داچې ګادر په بیم باندې اتکاء ولري

Address

4th
Kabul
1004

Telephone

+93777711737

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کوثر د انجنيري خدمتونو مرکز-Kawsar Engineering Services posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to کوثر د انجنيري خدمتونو مرکز-Kawsar Engineering Services:

Shortcuts

Share